د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د تېرې سيمې د ښارګوټي هټۍ‌وال وايي، د ښاروالۍ مسوولانو د هغو هټیو او غرفو تړل پیل کړي چې په عامه ځایونو کې د کورونو خواته او د سړک غاړو ته جوړ شوي وو.

د هټیو مالکان وايي، ۳ مياشتې وخت ورکړل شوی چې خپل ټول مارکېټونه او دوکانونه په مکمل ډول بند کړي. دوی له ښاروالۍ او نورو مسوولانو غواړي چې په همدې ښارګوټي کې ورته د دوکاندارۍ اجازه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې د طالبانو په راتلو سره یې اسلامي امارت هټۍ تړلي او ورته یې درې میاشتې وخت ورکړی چې خپل پورونه دې راټول کړي، خو د دوی په وینا چې تراوسه یې یوه افغانۍ پور هم نه دی راټول کړی او  کاروبار یې خراب شوی دی.

د یوه هټۍ مالک وايي، «د مالک لپاره هم زيات تاون دی، زيات مصرف يې ورباندې کړی، يونيم لک ډالر مصرف ورباندې راغلی، د هغو لپاره زيات تاوان دی، زموږ هستې او نيستی همدا ده، غټ تاوان دی، بايد د مارکېټ مالک او حکومت نظرونه سره شريک کړي او يوه حل لاره راوباسي.

د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريف‌الله الهام وويل، هېچاته اجازه نه‌ورکوي چې د ښاري ماسټر پلان خلاف د هستوګنې سيمو کې دوکانونه جوړ کړي.هغه وايي، ټولو هټيوالو ته يې يو مياشت وړاندې ويلي چې درېوو مياشتو کې دوکانونه بند او خپلې چارې بل ځای سمبال کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل، «د هستوګنې په ښارګوټي کې خلکو مارکېټونه او دوکانونه جوړ کړي د پارلمان وکيل، يا د استخباراتو رئيس، قومندان او د نورو په واسطه مارکېټونه جوړ کړي او دوی حق نلري، د تجارت ګټه له هغه ځایه واخلي، بند مو کړل، د مارکېټ د مالک لپاره نه د دوکاندار لپاره دوه تر دريو مياشتو وخت ورکړ، چې مال يې خراب نشي، په دې شرط چې د مارکېټ مالک به کرايه نه ورنه اخلي.»

د پکتيا اوسېدونکي د ښاروالي له مسوولينو غواړي، چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د خلکو لپاره غرفې جوړې کړې، له يوې خوا به اوزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به ښاروالي زيات عوايد جمع کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام