مدني فعالان د هدفي وژنو له دوام څخه اندېښنه څرګندوي

یو‌شمېر مدني فعالان د هېواد په کچه په وروستیو اوونیو کې د هدفي بریدونو او د مدني فعالانو له دوامداره وژنو څخه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې له جدي ګواښ سره مخ دي او ټينګار کوي چې هېڅ بنسټ او اداره یې وضعیت ته پاملرنه نه کوي او د روان وضعیت دوام او د ګواښونو شتون به د دوی غږ غلی کړي.

د کورونا له څلورمې څپې مخنیوی؛ فراه کې هره ورځ ۱۰۰۰ کسان واکسینېږي

په فراه ولایت کې هره ورځ په سلګونه کسان د دغه ولایت مرکز او د لرو پرتو سیمو روغتیايي مرکزونو ته د کورونا ویرووس ضد واکسین ترلاسه کولو لپاره ورځي. د فراه اوسېدونکي له ټولو خلکو غواړي چې خپلې روغتیا ته پام وکړي او کورونا ویرووس ضد واکسین ترلاسه کړي.

د جلال‌اباد د اهنګرانو کوڅه کې په دودیز ډول د کرنې وسایل جوړېږي

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.