یو‌شمېر مدني فعالان د هېواد په کچه په وروستیو اوونیو کې د هدفي بریدونو او د مدني فعالانو له دوامداره وژنو څخه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې له جدي ګواښ سره مخ دي او ټينګار کوي چې هېڅ بنسټ او اداره یې وضعیت ته پاملرنه نه کوي او د روان وضعیت دوام او د ګواښونو شتون به د دوی غږ غلی کړي.

مدني فعال سمیع دره یي وايي، «دا کولای شي د ټولو کسانو، او آزادي غوښتونکو او د ټولو هغو کسانو لپاره چې د ډموکراسۍ او آزادي لپاره یې مبارزه کړې؛ سور څراغ وي. مونږ ټول اندېښمن یو، له برخلیک څخه اندېښمن، د خپلې سبا لپاره اندېښمن، د هر هېوادوال لپاره اندېښمن چې د آزادۍ لپاره یې غږ پورته کړی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال مدني او د ښځو حقونو فعاله دیبا فرهمند وايي چې د مدني فعالانو او ښځو پر وړاندې د ګواښونو او تاوتریخوالي شتون د دوی د کار پر وړاندې به خنډونه زیات کړي او نړیوالو ته به د دوی غږ رسول ستونزمن کړي.

د هدفي وژنو په لړ کې تېره پنج‌شنبه د بلخ ولایت د پنځمې حوزې اړوند په یوه استوګنیز کور کې د څلورو ښځنیه مدني فعالانو مړي پیدا شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي چې د یادې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي او په دې برخه کې څېړنې روانې دي.

«د دې پېښه په اړه دوه کسان نیول شوي. نیول شویو کسانو لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې ښځې دوی راغوښتې وې، په دې اړه څېړنې روانې دي او د دې کسانو دوسیه محکمې ته لېږل شوې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم مدني او د بشرحقونو فعالانو سربېره، خبریالان د هدفي وژنو ښکار ګرځېدلي، خو دغه بریدونه په وروستیو اوونیو کې ډېر شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام