په فراه ولایت کې هره ورځ په سلګونه کسان د دغه ولایت مرکز او د لرو پرتو سیمو روغتیايي مرکزونو ته د کورونا ویرووس ضد واکسین ترلاسه کولو لپاره ورځي. د فراه اوسېدونکي له ټولو خلکو غواړي چې خپلې روغتیا ته پام وکړي او کورونا ویرووس ضد واکسین ترلاسه کړي.

د فراه ولایت اوسېدونکی احسان‌الله له خلکو غواړي چې د کورونا ضد واکسین ترلاسه کړي. د هغه په وینا، که چېرته هېوادوال واکسین ترلاسه نه کړي، ګڼ‌شمېر کسان به پر دغه واکسین اخته او یو وار بیا به په هېواد کې د کورونا ویرووس څپې راتازه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د فراه یو بل اوسېدونکی محمود وايي، د دغه ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي پر کورونا ویرووس اخته دي او اړتیا ده چې ټول واکسین شي.

په همدې حال کې د فراه روغتیا ریاست چارواکي د واکسین پلي کولو لامل په دغه ولایت کې د کورونا څلورمې څپې مخنیوی په ګوته کوي او وايي چې دوی د ولایت مرکز سربېره یې کلیو او ولسوالیو ته هم د کورونا ویرووس ضد واکسین لګولو لپاره ټیمونه استولي دي.

د فراه روغتیا رییس عبدالجبار شایق وايي چې د دوی روغتیايي ټيمونه هره ورځ له ۱۰۰۰ زیاتو کسانو ته د کورونا ضد واکسین لګوي.

«د فراه ولایت مرکز ټولې سیمې زمونږ تر پوښښ لاندې دي. ۷ ټیمونه ګومارل شوي او هر ټیم کې ۵ کسان دي چې دوه یې د نارینه‌وو او دوه هم د ښځو په برخه کې کار کوي او یو بل عامه پوهاوی ورکوي. دوی له ۱۵۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې کسان واکسینوي. مونږ د عامې روغتیا وزارت او د یونیسف دفتر په همکارۍ د کورونا واکسین د تطبیق پروسه ترسره کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فراه روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه کمپاین به په دې ولایت کې ۲۰ ورځې دوام وکړي او دوی به هڅه وکړي چې د فراه ولایت ټولو اوسېدونکو ته د کورونا ضد واکسین ولګوي. د چارواکو په وینا، اوس مهال په دغه ولایت لسګونه کسان پر کورونا ویروس اخته دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام