Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات زلزله‌ځپلي: مرستې نه‌دي را رسېدلي

زلزله_زدگان-در-هرات-12-qe4tej9zabzumfazmd9upmr2jkh94l6zblvsx4neyw (1)

د هرات ډېری اوسېدونکی له دوو اوونیو راهیسې په دغه ولایت کې د پرله‌پسې زلزلو له کبله وېرېدلي او د واټونو پر سر شپې او ورځې تېروي. دوی وايي، پر واټونو ازاده فضا کې ژوند کوي او ان لنډمهالې سرپناه ته هم لاسرسی نه لري.

که څه هم د هرات زلزله‌ځپلیو د لاسنیوي لپاره په کور دننه او بهر پراخ کمپاین پیل شوی او تر اوسه لسګونه میلیونه افغانۍ او سلګونه ټنه خوراکي توکي د بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو له لوري اعلان شوي، خو د هرات د ځینو سیمو اوسېدونکي چې زلزلو ورته زیان اړولی وايي، د هېڅ بنسټ له لوري هېڅ ډول مرسته ورسره نه‌ده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او اسلامي امارت دې ورته کورونه جوړ کړي. د هرات په رباط سنګي کې یو زلزله‌ځپلی یعقوب وايي: «ډېری خلک ان خیمه نه لري او اړ دي په بازار کې یې په لوړه بیه وپېري، چاره نه لري. که یوه یا دوه شپې وای، ستونزه نه وه، خو دا چې دوام یې وکړ، ستونزې زیاتې شوې. ځینو کسانو په فرش او پلاسټیک کورونه جوړ کړي، خو باد شو، وران یې کړل.»

د هرات یو بل اوسېدونکی خلیل هم وايي، زلزلې یې کور ویجاړ کړی او اوس په یوازې یوه خیمه کې اوسېږي، خو د کورنۍ ټول غړي یې په‌کې نه ځایېږي. نوموړی د هرات د زنده‌جان ولسوالي وضعیت ته پر نه پاملرنې او د مرستو په وېش کې پر نه روڼتیا نیوکه کوي او وايي: «یوه خیمه لرو، ۲۷ کسان یوو، هغه کې هم چې کسان زیات شي، څلور یا پنځه کسان په‌کې ځایېږي او یوازې ماشومان په‌کې ځای‌ پرځای کوو. همدا زموږ وضعیت دی، تر اوسه چا لږترلږه زموږ د وضعیت سروې هم نه‌ده کړې.»

د زنده‌جان ولسوالي اوسېدونکې آصفه چې په زلزله کې یې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي، زلزله‌ځپلیو ته د کورونو جوړولو غوښتنه کوي. هغه چې اوس له کورنۍ سره هرات ښار ته را بې‌ځایه شوې، وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې سرپناه راته جوړه شي. ژمی نږدې دی او کوچني ماشومان لرو او یوه مړۍ ډوډۍ را ورسېږي، څو مو ماشومان له لوږې ونه مري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس وايي چې زلزله‌ځپلیو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه او رڼه ده. هغه زیاتوي: «د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، دلته یوه کمېټه جوړه شوې او د علماوو شورا یې مشري کوي. موږ خلکو او نړیوالو ته ډاډ ورکوو چې مرستې به په روڼتیا سره را ټولې او ووېشل شي.»

د یادونې ده چې څو پرله‌پسې زورورو زلزلو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هرات بېلابېلې برخې ولړزولې او له کبله یې زرګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او لسګونه زره نور هم له مېنو خلاص شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام