Asset 1SWN

په دیارلس ولایتونو کې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل شوی

20231009_111059-qdlthi3b83non6q95si54nwer6ezztee8t4wqii1s8

په هرات کې د شنبې ورځې خونړۍ زلزلې او له کبله یې اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو د هېواد په دننه او بهر کې افغانان اړ کړل چې له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل کړي.

د کابل ښار د پروان هوټل سیمه کې د مرستې را ټولولو مسوول فهیم او د کابل ښار په نجارانو کلا کې د د مرستې را ټولولو مسووله نفیسه وايي، د هرات له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه یې د پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې له لسو ډېر کمپاینونه پیل کړي او په وینا یې، را ټولې شوې مرستې به هرات ته ولېږدوي. دوی زیاتوي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«دا د خلکو مرسته ده. زموږ هېوادوال چې څومره وسه لري، کولای شي مرسته وکړي؛ لکه د خوراکي توکو، کمپلو، کیږدیو او نورو څیزونو مرسته. ټول باید یو د بل غم کې شریک واوسو، هېوادوال مو باید په دغه ناورین کې یوازې پرې نه‌ ږدو.»

«زموږ موخه دا ده چې له هراتیانو سره خواخوږي وشي. په دغه کمپاین سره هغه کسان چې هر څه یې تر خاورو لاندې شوي، بیا خپل ژوند پیل کړي. هر هغه څه چې هرات ته د لېږد وړ وي، موږ یې را ټولوو.»

پر کابل سربېره، په هلمند، کندهار، روزګان، پکتیا، پکتیکا، زابل، خوست، لوګر، ننګرهار، نیمروز، جوزجان او فراه ولایتونو کې هم د هرات له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو مرکزونه جوړ شوي دي.

د پکتيا د زرمت ولسوالي اوسېدونکی حبيب‌الله، د کندهار اوسېدونکی عبدالواسع او د ننګرهار ولايت مدني فعال حميد وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغو ولايتونو د اوسېدونکو له‌خوا سلګونه زره افغانۍ مرستې را ټولې شوې دي. دوی زیاتوي:

«دا کیږدۍ مو له هراتیانو سره د مرستې لپاره درولې. خلک خپلې مرستې راوړي، ډېری یې نغده مرسته وه. موږ هڅه کوو چې په نورو ولسوالیو کې هم کمپاین پیل کړو.

«هراتیان زموږ مرستو ته اړتیا لري. هر څوک باید خپلې وسې ته په کتو مرسته وکړي؛ ځکه موږ ټول په دغه غم کې شریکان یوو. له سوداګرو او د کندهار له خلکو مو غوښتنه دا ده چې له دغه صندوق سره مرسته وکړي.»

«په هرات کې زموږ خلکو ځاني او مالي زیانونه لیدلي. په ننګرهار کې ځوانانو د همدې لپاره د مرستې را ټولولو صندوق ايښی او موږ له خلکو غواړو چې راشي او له دې لارې د هرات له خلکو سره مرسته وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې تر څنګ، د کرېکټ ملي لوبغاړو محمدنبي عیسی‌خېل، راشدخان او یوشمېر نورو هېوادوالو د هرات له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه انلاین کمپاین پیل کړی او محمدنبي عیسی‌خېل یوازې په یوه ورځ کې نږدې ۵۰۰۰۰ ډالره را ټول کړي دي. راشدخان بیا په نړیوال جام کې د خپلو ټولو لوبو پیسې د هرات زلزله‌ځپلیو ته ځانګړې کړې دي.

د هرات له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین داسې مهال په کابل او یوشمېر ولایتونو کې پیل شوی چې د “عزیزي بنسټ” او عزیزي بانک رییس میرویس عزیزي ۲۰۰ میلیونه افغانۍ او یوشمېر نورو هېوادوالو او سوداګرو هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې او خپلې وسې ته په کتو یې مرستې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام