Asset 1SWN

زلزله‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې عملیاتو پای؛ څه باندې ۲۴۰۰ کسان مړه شوي

An excavator removes mud from a collapsed house after an earthquake in Zenda Jan district in Herat province, of western Afghanistan, Sunday, Oct. 8, 2023. Powerful earthquakes killed at least 2,000 people in western Afghanistan, a Taliban government spokesman said Sunday. It's one of the deadliest earthquakes to strike the country in two decades. (AP Photo/Omid Haqjoo)

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د هرات په زلزله‌ځپلیو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلې دي.

د یادې ټولنې د مسوولانو په وینا، په دې زلزله کې څه باندې ۲۴۰۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی همداراز زیاته کړه چې د شنبې ورځې په شوې زلزله کې د هرات په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی سلام‌وطندار ته وویل: «په لومړۍ او دویمه ورځ مو ۱۴ ټیمونه لرل چې اووه یې د ژغورنې او اووه نور یې روغتیايي ټیمونه وو، ۱۶ نور ټیمونه هم له نورو ولایتونو هلته لېږدول شوي، اوس هرات کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس سیمه کې دی او چارې تنظیموي.»

د شرف‌زوی په وینا، په ځینو سیمو کې په فرعي توګه عملیات لاهم روان دي. هغه زیاته کړه چې عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلي او په وینا یې، څوک تر خاورو لاندې نه‌دي پاتې.

همداراز د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، تراوسه په دغه زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۴۰۰ کسانو اوښتی دی.

په ورته مهال له لومړۍ خونړۍ زلزلې ورووسته څو ځله په پرله‌پسې توګه دغه ولایت کې زلزلې شوې دي.

تازه نن دوشنبه د تلې ۱۷مه هرات کې یو ځل بیا زلزله شوې ده. تراوسه د یادې زلزله له کبله د اوښتو زیانونه په اړه معلومات په لاس کې نشته.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې د یادې زلزلې مرکز د رباط سنګي ولسوالي وه او د زلزلې ټکانونه د یادې ولسوالي په لس کیلومټرۍ کې هم حس شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام