Asset 1SWN

راشدخان هرات کې له زلزله ځپلیو سره د نغدي مرستې اعلان کړی

732819-rashid-2

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وتلی ستوری راشدخان وايي چې د نړیوال جام د خپلو ټولو سیالیو فیسونه «پیسې» به هرات، بادغیس او فراه کې زلزله‌ځپلیو ته ورکړي.

نوموړي پر خپله فېسبوک‎پاڼه لیکلي چې د زلزلې له امله رامنځته شوې پېښې خواشینی کړی او په وینا یې، خلک دې هم اړمنو سره مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو (هرات، فراه او بادغیس) کې د زلزلې له امله سخت زیانونه اوښتي دي. زه د اغېزمنو خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوال جام «CWC23» د سیالیو ټول فیسونه زلزله ځپلیو ته ورکو.»

راشدخان همداراز لیکلي چې ډېر ژر به یادو زلزله‌ځپلیو ته د مرستو راټولولو په موخه یو کمپاین هم پر لاره واچوي.

راشدخان تېر کال د هېواد په سوېل ختیځ پکتیا،‌ پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم د شوې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د مرستو ټولولو کمپاین جوړ کړی و او ګڼو بې‌کوره خلکو ته یې کورونه جوړ کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تازه شمېرو له مخې د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله څه باندې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او تر ۹۰۰۰ ډېر ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام