کندهار او روزګان کې د هرات زلزله‌ځپلیو ته د مرستو ټولونې صندوقونه جوړ شوي

د کندهار او روزګان په بېلابېلو سیمو کې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستو لپاره د مرستو ټولولو صندوقونه کېښودل شوې دي.

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام‌الله سمنګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې هرات کې د شوې زلزلې له کبله وضعیت بېړنی دی او له همدې امله یې د مرستو ټولولو لپاره صندوقونه اېښي دي.

هرات کې مرګونې زلزله؛ تراوسه ۲۰۵۳ کسان مړه او څه باندې ۹۰۰۰ ټپیان دي

د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۵۳ کسانو او د ټپیانو شمېر هم څه باندې ۹۰۰۰ ته لوړ شوی دی.

دغه زلزله د مرګ‌‌ژوبلې له امله په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ او کم‌سارې بلل شوې ده.

عبدالغني برادر: شتمن دې زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سوداګر او شتمن دې هرات کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.

نوموړي چې نن یکشنبه د تلې ۱۶مه کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله پر سوداګرو او شتمنو غږ وکړ چې د هرات‌ زنده‌جان ولسوالي کې دې له زلزله ځپلیو سره خپلې مرستې ونه‌سپموي.

ا.ا: د فلسطین له مقاومت ملاتړ کوو

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې فلسطین کې د یوه خپلواک هېواد لپاره د دغه هېواد له مقاومت او دفاع څخه ملاتړ کوي.

دغه وزارت پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې ا.ا د فلسطینیانو د یوه خپلواک هېواد د لرلو لپاره د دغه هېواد له قانوني او تاریخي مقاومت څخه ملاتړ کوي.