د کندهار او روزګان په بېلابېلو سیمو کې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستو لپاره د مرستو ټولولو صندوقونه کېښودل شوې دي.

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام‌الله سمنګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې هرات کې د شوې زلزلې له کبله وضعیت بېړنی دی او له همدې امله یې د مرستو ټولولو لپاره صندوقونه اېښي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې زلزله‌ځپلي مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې، خلک باید په دې سختو شرایطو کې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

بل‌خوا د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رييس اغاولي قريشي بیا وویل چې نن یکشنبه د تلې ۱۶مه یې د ترينکوټ ښار کې د هرات زلزله‌ځپلیو کورنيو ته د مرستو رسونې په موخه صندوقونه ايښي دي.

هغه زیاته کړه چې تر دې مهاله د خلکو له‌خوا مرستې شوي او په وینا یې، دا مرستو راټولولو لړۍ به همداسې دوام ولري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ویاند په وینا، تر دې مهاله دغه زلزله کې ۲۰۵۳ کسان مړه شوي او څه باندې ۹۰۰۰ نور ټپیان شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

محمدعبدالله جان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر دې مهاله ۲۰۵۳ کسان وژل شوي، ۹۲۴۰ کسان ټپیان دي او ۱۳۲۹ کورونه هم نړېدلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام