Asset 1SWN

خوست کې د «تلاسیمیا ناروغۍ» د درملنې هېڅ دولتي روغتون شتون نه‌لري

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۹۹

د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر «تلاسیمیا ناروغۍ» ۱۰۰۰ ماشومان اخته دي او د درملنې لپاره یې هېڅ دولتي روغتیايي مرکز هم نه‌لري.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ چهار‌شنبه، غويي ۱۹مه د «تلاسیمیا ناروغۍ» نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډې ته وویل چې هڅه کوي د يادې ناروغۍ مخنیوي او درملنې لپاره امکانات برابر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وويل چې خوست کې د دې ناروغۍ درملنې يوازې یو خصوصي مرکز شته او په دولتي کچه به هم امکانات برابر کړي.

په ياده غونډه کې د نور د وینې تلاسیمیا خصوصي مرکز مشر ډاکټر محمدنور ځدراڼ وویل چې د عامې روغتيا وزارت د تلاسیمیا ناروغۍ مخنيوي او درملنې لپاره د پام وړ کار نه‌دی کړی.

د نوموړي په وینا، تلاسيميا ناروغۍ د اخته کس د بدن وينه کموي او اړ کېږي چې مياشت کې يو يا دوه ځلې وينه ورکړل شي. هغه زياته کړه چې تلاسيميا د درملنې وړ ناروغۍ ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په تلاسيميا ناروغۍ د اخته ناروغانو د کورنۍ غړي وايي، اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي او د يادې ناروغۍ درملنې لپاره باید حکومت ځانګړي مرکزونه پرانيزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام