نن د جون میاشتې ۱۴ د وینې د ورکړې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د عامې روغتیا وزارت دغه ورځ په داسې حال کې نمانځي چې د وینې ملي بانک مسوولان وايي، په ولایتونو کې د خلکو له لوري د وینې ورکړه راکمه شوې ده.

د وینې ملي بانک رییس محمدناصر صادق وايي چې هېوادوال د وینې ورکړې په برخه کې اړین پوهاوی نه لري او دا چاره د دې لامل شوې چې اړمنو کسانو ته د وینې له ورکولو څخه ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی له اړوند ادارو غواړي چې د وینې د ورکړې په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

هغه وویل: «د وینې ملي بانک کابل کې خلکو ته وینه ورکول شي، خو ولایتونو کې د وینې ورکړې برخه کې ستونزو شته. مرکز له ۴۰ سلنې ډېر خلک وینه ورکوي، ځکه د پوهاوي کچه لوړه ده، خو ولایتونو کې دا شمېر خورا ټيټ دی.»

بل‌خوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی صفي‌الله ندیب وايي چې افغانان لا هم د وینې د ورکړې په برخه کې وېره لري او په دې باور دي چې د وینه ورکړه به د دوی روغتیا ته زیان ورسوي. د روغتیا نړیوال سازمان استازی له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په ټولنه کې د وینې ورکړه دود کړي.

دا  په داسې حال کې ده چې د جګړې او  چاودنو له امله له ټپي شویو سربېره، یو‌شمېر داسې ناروغان هم شته چې ژوندي پاتې کېدل یې د نورو د وینې ورکړې پورې تړلې دي.

۱۵کلنه مسکا چې د تلاسیمیا ناروغۍ لري، اړ ده چې د میاشتې دوه ځله وینه ترلاسه کړي. تلاسیمیا یوه داسې ناروغي ده چې ناروغ کس باید ټول عمر په منظمه توګه خپل بدن ته وینه تزریق کړي.

نوموړې زیاتوي: «زه د میاشتې دوه ځله وینه ترلاسه کوم او ستاسو  څاڅکي څاڅکي وینې ته اړتیا لرم. زه او نور ماشومان ستاسو وینو ته اړتیا لرو.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې د ناروغانو او نورو خلکو د ژوند ژغورلو لپاره په خپله خوښه د وینې ملي بانک ته وینه ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د وینې ملي بانک مسوولان وايي چې د وینې ورکړه روغتیا ته زیانه نه رسوي او هغه کسان چې روغتیايي ستونزې نه لري، کولای شي چې د نورو د ژغورلو لپاره وینه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام