په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو راپدېخوا د ګڼشمېر دولتي ادارو فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي چې د روغتیا برخه هم بې اغېزه نه ده پاتې او فعالیتونه یې د امکاناتو د کمښت له امله په نشت حساب دي.
کابل کې د یوه دولتي روغتون ډاکټر شهباز تاتار سلاموطندار ته وايي، د ناروغانو د درملنې او تشخیص لپاره د امکاناتو او طبي تجهیزاتو کمښت له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د اسلامي امارت سرپرست حکومت څخه غواړي چې د روغتیا سکتور ته ډېر امکانات برابر کړي. د نوموړي په وینا، په دولتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، په هېڅ حساب دي او دغه چاره د درملو او تشخیصیه موادو د کمښت له امله ده.
دولتي روغتونونو کې هم ناروغلرونکي کسان وايي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره اړ دی، څو خپلې ټولې اړتیاوې له دولتي روغتونونو څخه بهر چمتو کړي.
یو له ناروغلرونکو څخه مسعود سلاموطندار ته داسې وايي: «زمونږ د ناروغ وضعیت خورا خراب و، زړه یې سور دی، د یوه وېښته د تار په اندازه دی. دولتي روغتون کې یې یوازې درملنه روانه ده او درمل او نور اړین توکي له باندې څخه راوړو.»
د جمهوري نظام تر سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، هېواد کې د روغتیايي خدمتونو له خرابېدو څخه هم په کور دننه او بهر اندېښنې زیاتې شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو د هېواد له روغتیايي مرکزونو څخه مالي ملاتړ ته چمتوالی ښودلی دی.
دې سره یوشمېر ډاکټران وايي، د هېواد روغتیايي سکټور جدي پام ته اړتیا لري او په اغېزمنه توګه د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د مرستو د دوام غوښتنه کوي.
ومو غوښتل په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولرو، خو له پرلهپسې اړیکو سربېره بریالي نهشو.
که څه هم د هېواد روغتیايي سکټور له څه مودې راهیسې د صحي امکاناتو کمښت سره مخ دی، خو تراوسه دغو ننګونو ته د رسېدو لپاره د ګټورو او دوامداره پروګرامونو او کړنلارو وړاندې کولو په اړه څه نه دي ویل شوي.