د هلمند یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو له کمښت څخه شکایت کوي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت په کچه د ښځینه مختصصو ډاکترانو د کمښت ستونزې ګڼې کورنۍ اړ کړي چي د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره خپلې ناروغانې نورو ولایتونو او آن له هېواد څخه بهر ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

د هلمند یوه اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وویل: «ځینې امراض دي چي دلته موږ هغه متخصصین نه‌لرو چي تشخیص يې کړي، نو د نه تشخیص له امله نورو ولایتونو ته ځي، لکه هرات، کندهار او داسي نور… د هېواد څخه بهر هم د پاکستان کوټې ته ځینې ناروغان تللي. په ځانګړې توګه دا وجه ده چې موږ دلته داسې متخصیصین نه‌ لرو چي مریض ورولو.»

هلمند کې روغتیاپال فیض‌الله انډیوال وایي، ټولنه کې د ښځینه متخصصینو نشتون د روغتیا برخې لپاره یوه جدي ستونزه بولي. د هغه په وینا، ښځینه متخصصه د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي کې مهم رول لري.

نوموړي وویل: «ټولنه کې د ښځینه متخصیصو ډاکترانو نه‌شتون هم عامو خلکو ته او هم روغتیاپالانو ته جدي او اساسي ستونزه ده. دلیل يې دا دی چې د ښځینه مختصیصو ډاکټرانو اړوند ټول خدمات چې د مور او ماشوم د روغتیا په پرخه کي ترسره کوي، دا د دوی په نشتون کي نه ترسره کېږي. د دې ترڅنګ هغه ماشومان چي لا زېږدلي نه دي او هغه چي نوي زېږدلي، د دوی ټولو د ناروغیو تشخیص او تداوي هم د ښځینه متخصیصینو ډاکټرانو په غاړه ده.»

د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سیعد که هم د ښځینه متخصص ډاکټرانو کمښت له امله د ناروغانو ستونزې مني خو وايي، اوسمهال دغه ولایت کې ۳ ښځینه متخصصې روغتیایې خدمات وړاندې کوي.

د هغه په وینا، له یادو دریو ښځینه متخصصینو څخه دوه یې تازه ورغلي، چې د پخوا په پرتله روغتیایي ستونزې یو څه حل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې هلمند کې سږکال ۸ ښځینه ډاکټرانې عملاً د تخصص په عملي او نظري زده‌کړو بوختې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام