په ننګرهار کې د وادې پراختیا کرنیز شرکت په ثمرخېلو سیمه کې پر نږدې ۴۴ جرېبه ځمکه د ماهیانو روزنې او ساتنې حوضونه جوړ کړي چې ۲۱ یې د ساتنې، ۱۷ د نرسرۍ او څلور نور حوضونه د قرنطین لپاره دي.

مسوولان وایي، په دې حوضونو ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې سږ کال په کې درې لکه ۷۵ زره کبان تولید او روزل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي چې دوه لکه دېرش زره به یې مارکېټ ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کېږي.

د وادې پراختیا کرنیز شرکت ویاند سید همایون غریب مل وايي، په یاد‌شمېر کبانو کې یې ۲۵۰۰۰ غوښن او د اټکل له مخې تر شپږ میلیونه افغانیو زیات عواید ترې ترلاسه کېدای شي چې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو لوړ شمېر دی.

غریب مل وویل، په پام کې ده، ننګرهار کې پر ۱۰۰۰ جریبه نوره ځمکه هم د کبانو د روزنې او ساتنې فارمونه جوړ شي چې په دې ولایت کې د کبانو اړتیا پوره کېدو ترڅنګ، سلګونه کسانو ته به پکې د کاري فرصتونه هم برابر شي.

«د ثمرخېلو په سیمه کې موږ پر زر جریبه ځمکه د کبانو د روزنې واړه او لویې حوضونه جوړو هغه خنډونه، چې د دې پروژې پر وړاندې شته هغه به ټول لمنځه یوړل شي دې کې به سلګونه کسانو د کار زمینه برابر شي، موږ به ماهیان تولید کړو تر څو ننګرهار پدې برخه کې له احتیاج وژغورل شي»

په شته فارمونو کې هغه شمېر کسان چې په کار بوخت دي، وایي چې خوشحاله دي او کولای شي، له دې لارې د خپل ورځني ژوند د تېرولو لپاره امکانات برابر کړي.

باید وویل شي چې افغانستان ته اوس په لویه کچه کبان له بهره را واردېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصادي چارو پوهان پدې باور دي چې که د حکومت سربېره خصوصي سکټور هم د کبانونو په صنعت پانګونه وکړي، د بې روزګارۍ کچې د کمېدو تر څنګ به له بهره د کبانو واردات هم د پام وړ راکم کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام