د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس حفیظ الله سیدي سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د کبانو د روزنې تر ۱۶۰۰زیات فارمونه دي چې هر کال کې ورنه ۸۰۰۰ مټریک ټنه غوښه ترلاسه کېږي.

سیدي وویل، د کبانو دغه غوښه پر کندهار سربېره هلمند، زابل، روزګان، کابل او نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

د نوموړي په وینا، د کبانو غوښو نه هرکال د کبانو فارم‌لرونکيو ته ۱۲میلیون افغانۍ عاید په لاس ورځي چي ورځ تربلي نور هم زیاتېږي.

د کندهار د کرنې رییس زیاتوي چې د کبانو دغو فارمونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د ډنډ او دامان ولسوالیو دوه اوسېدونکي جمال الدین او فضل محمد چي د کبانو فارمونه لري وايي، د ورځې په تېرېدو یې کاروبار نور هم وده کوي.

دوی وویل، که حکومت ورته لا ډېر سهولتونه برابر کړي، د کبانو د غوښتې تولید به یې تر دې ډېر شي.

په همدې حال کې د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، تېر وخت ته په کتو د خلکو له لوري د کبانو د غوښې کارول هم ډېر شوي دي.

دوی هیله څرګندوي چې هېواد کې د کبانو تولید په زیاتېدو سره، بهر نه هېواد ته د کبانو د وارداتو سطحه را ټيټه شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام