د میدان وردګ د امنیې قومانداني مسوولانو سلاموطندار ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت اړوند د کابل-کندهار پر لویې لارې ټرافیکي پېښه شوې چې له کبله یې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا پېښه نن سهار د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالي کې د یوې کرولا او ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، امنیتي ځواکونو د پېښې ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدولي، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بېغوري او ګړندی تګ ښودل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د کابل-کندهار پر لویې لارې ټرافیکي پېښه وشوه چې له کبله یې شپږ کسان ټپیان شول.