غزني کې د یوشمېر ډاکټرانو تنخواوې کمې شوي

د غزني د حوزوي روغتون یوشمېر ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د وروستيو څلورو میاشتو تنخوا یې نه یوازې په څو میاشتې ځنډ ورکړل شوی، بلکې له ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې کم شوی هم دی. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې د تنخواوو کمېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

محمد عبدالکبیر: له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر وايي چې له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوې دي.
نوموړي لوګر ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې ویلي چې سرپرست حکومت د نړۍ او سیمې له اووه‌لسو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او د تېر په پرتله، اوس له نړۍ سره د ا.ا سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي.

امریکا په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو پر بېرته پرانېستل کېدو غور کوي

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو د بېرته پرانېستل کېدو په اړه غور وکړي.
د دې رسنۍ په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوې تګلاره کې چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې لاسلیک شوې، کونسلګري خدمتونو ته د خلکو پر لاسرسي او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اړتیا ټینګار شوی دی.