Asset 1SWN

محمد عبدالکبیر: له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوي

vlcsnap-2023-07-02-19h09m06s281-qj7mxic63s42mc1asbbvjezyb45frbm76uhem8swi0

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر وايي چې له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوې دي.

نوموړي لوګر ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې ویلي چې سرپرست حکومت د نړۍ او سیمې له اووه‌لسو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او د تېر په پرتله، اوس له نړۍ سره د ا.ا سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ټینګار کوي چې ا.ا یوازې د اسلامي امارت د ځواکونو نظام نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او باید دفاع یې وکړي.

محمد عبدالکبیر د اسلامي امارت له ځواکونو هم غوښتي چې د نظام پر وړاندې د هر ډول تبلیغاتو او تخریبوونکو فعالیتونو مخه ونیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او د کابینې یوشمېر سرپرست وزیران له لوګر مخکې خوست او پکتیا ولایتونو ته تللي وو او هلته یې له محلي مسوولانو او قومي مشرانو سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام