Asset 1SWN

سلام وطندار

سیګار: ا.ا د امریکا له مرستو ګټه اخلي؛ مجاهد: پروپاګند دی

251669

د افغانستان سرپرست حکومت د سیګار هغه ادعا رد کړې چې کواګې ا.ا د زده‌کړو په برخه کې د امریکا د بشردوستانه مرستو څخه ګټه اخلي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په خپل یوه تازه خپور کړي، راپور کې ادعا کړې چې سرپرست حکومت دغه هېواد کې د زده‌کړو په برخه کې د امریکا له مالي مرستو په غیرمستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته سره خبرو کې د سیګار راپور «پروپاګند» وباله او هغه یې رد کړ.

نوموړي وویل: «سیګار تل هڅه کړې چې خپل راپورونه د پروپاګند په توګه خپور کړي او موږ د هغوی د بشردوستانه مرستو وېش کې ښکېل نه‌‌یوو او دا مرستې مستحقو کسانو ته رسېږي.»

سیګار د تېرې «جمعې ورځ تلې ۲۸مه» خپل راپور کې همداراز ټينګار کړی چې سرپرست حکومت د نادولتي غیررسمي ادارو په جوړولو سره له زده‌‌کړییز سازمانونو څخه اخاذۍ کوي او له دې مرستو ګټه وړي.

یادې ادارې په خپل راپور کې زیاته کړې چې د سرپرست حکومت له راتلو وړاندې سیګار د افغانستان د زده‌کړو برخه کې ۱،۳ میلیارډ ډالر لګولي وو چې اوس دغه برخه محدوده او د زده‌کړو کیفیت هم خورا ټيټ شوی دی.

د سیګار د راپور پر بنسټ د افغانستان د زده‌کړو برخې هغه مهال په دې پانګونې سره د پام وړ پرمختګ هم کړی و، خو د ا.ا ویاند بیا وايي، د پخوا په پرتله اوس هېواد کې د زده‌کړو وضعیت ښه دی.

نوموړي وویل: «د پخوا په پرتله چې افغانستان کې امریکا او متحدانو یې شتون درلود، اوس څو ځله د زده‌کړو وضعیت ښه دی او پرمختګ یې کړی دی. ولسوالیو او کلیو ته غځېدلی او د زده‌کړو کچه لوړه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سرپرست حکومت داسې مهال هېواد کې زده‌کړو ته پر لاسرسي او د کیفیت لوړوالي خبره کوي چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام