د ملګرو ملتونو سازمان د ځمکې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اقلیمي بدلونونه، د ځنګلونو لهمنځه وړل او طبیعت کې د انسان له لوري رامنځته شوي بدلونونه د دې سیارې د تخریب بهیر چټکوي.
دغه بنسټ نن چهارشنبه ثور ۲ / اپرېل ۲۲ پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د زیانمنو اکوسیستمونو بیارغونه کولی شي د بېوزلۍ پایته رسولو، اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې او د انقراض مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې سختې ګرمۍ، ځنګلي اورونو او سېلابونو میلیونونه کسان اغېزمن کړي.
د دې بنسټ په وینا، د ځمکې ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او خلک کولی شي د خوړو د ضایعاتو په کمولو او د انرژۍ په سپما کې ونډه واخلي.
د اپرېل ۲۲مه په ۱۹۷۰ کال کې د چاپېریالي ستونزو په اړه د پوهاوي لوړولو، ککړتیاوو ته د پاملرنې او د چاپېریال ساتنې ته د هڅونې په موخه د ځمکې نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.