Asset 1SWN

سیګار: تېر کال د افغانستان پر بیارغونې هېڅ پیسې نه‌دي لګول شوي

13960510111035464115414110

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغانستان کې ګڼ‌شمېر خلک له بې‌وزلي او نورو بېلابېلو ناورینونو سره مخ دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره لا پسې پراخېږي.

هېواد کې د بې‌وزلي او نورو ناورینونو د له‌منځه وړلو لپاره د تېر یوه کال په موده کې ګڼ‌شمېر بشري مرستې هېواد ته رالېږدول شوي، خو د یادو مرستو د وېش څرنګوالی او مستحقو کسانو ته یې د ورکړې بهیر تل له نیوکو سره مخ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان سره څه باندې یو میلیارډ ډالر مرسته شوې، خو ورځ تر بلې د بې‌وزلۍ ګراف پر لوړېدو دی.

افغانستان کې دا مهال ۹۷سلنه خلک د بې‌وزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي او که نړیوالې مرستې پرې بندې شي، د دغه هېواد ۵۵سلنه خلک به یې د خوړو لپاره څه ونه‌لري.

په تازه‌ګۍ سره د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په تېر یوه کال کې افغانستان سره د شویو ۱.۱ میلیارډ مرستو ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ له امله هېڅ بودیجه نه ده ځانګړې شوي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې مشر جان سپکو د دغه هېواد د نړیوالې پراختیايي ادارې او خزانې وزارت پر کارونو د نیوکې ترڅنګ، افغانستان کې د امریکا د لګول شویو مرستو د څېړنو مخنیوي له امله د دغه هېواد پر حکومت هم نیوکه کړې ده.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد وايي چې د تېر یوه کال پر مهال افغانستان سره شوې مرستې بې اغېزې وې او باید دې برخه کې شته تګلاره بدله شي.

نوموړي وویل: «په تېر یوه کال کې شوې مرستې بې اغېزې وې. هېڅ ګټه یې نه لرله. باید بدیلې لارې ورته ولټول شي، د نړیوالې ټولنې او نورو تمویلوونکو پروګرامونه او د ودانیزو پروژو لپاره باید بدیلې لارې ولټول شي.»

دا په داسې مهال دی چې له څه مودې راهیسې هره اوونۍ په میلیونونه ډالره د افغانستان بانک ته سپارل کېږي، خو تراوسه یې د لګښت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، هغه مرستې چې دا مهال له افغانستان سره کېږي، په اوږد مهاله توګه د افغانانو پر وضعیت اغېز نه‌شي کولای، خو په وینا یې، د څو ورځو لپاره به ګټور وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د روان مالي کال په بودیجه کې پراختیايي برخو ته چندیان پام نه دی کړی او دې برخې ته یې ۲۷.۹ میلیارډ افغانۍ ځانګړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام