دوه ورځې مخکې ( یکشنبې په ورځ د کب په ۸ نېټه) د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه کسان چې مشکل نه لري بهرنیو هېوادونو ته د تګ اجازه نه لري. هغه ویلي په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په ډېر بد وضعیت سره ژوند کوي.

مجاهد ټینګار وکړ د هغو مېرمنو لپاره چې غواړي بهر ته سفر وکړي د محرم شتون اړین دی. مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نجونې له محرم پرته تحصلي بورسونو ته تللې شي، وویل چې بهر ته په سفرونو کې د محرم شتون د ښځو لپاره “شرعي حکم” دی.

مجاهد نن په خپل ټویټر کې څرګنده کړه چې له هېواد څخه د افغانانو د وتلو په اړه د ده د څرګندونو هدف دا وو، بې اسناد، غیر اصولي او په قاچاقي ډول بهر ته تګ چې هېوادوال له خطر سره مخ کوي منعه دی. د هغه په وینا، هغه هېوادوال چې قانوني اسناد یا بلن‌لیکونه لري کولی شي له هېواد څخه بهر ولاړ شي او هم په ډاډ سره بېرته هېواد ته راتللی شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند دا څرګندونې کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکو دا “عامه یرغمل نیول” بللې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ازاد تګ راتګ په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د دغه وزارت ویاند ند پرایس پرون ویلي چې امریکا په دې اړه له اسلامي امارت سره په اړیکه کې ده.

هغه زیاته کړې: « مونږ د اسلامي امارت څرګندونې لېدلي چې په رسنیو کې خپور شوي او په دې اړه مو خپلې اندېښنې اسلامي امارت سره شریکې کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د برټانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورټر هم د اسلامي امارت پر هغو لارښوونو نیوکه وکړه چې له مخې یې بهر ته د افغانانو د تګ مخه نیول کېږي او د محرم پرته تحصیلي بورسونو ته د ښځو  پر تګ بندیز لګولو په برخه کې هم نیوکه کړې او دا یې د نه منلو وړ بندیزونه بللی دی.

هغه پرون شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: « زه له اسلامي امارت څخه غواړم چې خپلې څرګندونې ژر روښانه کړي. نړۍ اوس هم د اسلامي امارت د کړنو څارنه کوي. دغه ډول اقدامات د نړیوالې ټولنې په وړاندې د هغوی ژمنې او هم د افغانستانا د خلکو باور کمزوري کوي.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام