Asset 1SWN

پېښور کې چاودنه؛ متقي پاکستان ته: د ملامتۍ ګوته موږ ته مه نیسئ

14010617100200482260514510

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن کابل کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې د پاکستان حکومت دې د پېښور برید په اړه څېړنه وکړي او د ملامتۍ ګوته دې افغانستان ته نه نیسي.

هغه پاکستان ته په خطاب ک ویلي: پاکستان دې په پېښور کې د وروستۍ چاودنې دقيقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نيسي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په خېبرښتونخوا کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې چاودنې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۱۵۰ کسان یې ټپیان کړل.

له دغه برید وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یوازې دی او له نړیوالو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ځینو پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي او د اسلامي امارت له حکومت یې غوښتنه کړې چې د دې کار مخنیوی وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

خو د ا.ا حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي او دې کار ته به هېڅ‌کله اجازه هم ورنه‌ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام