کابل کې د هېواد په کچه د تازه مېوو او سبزۍ تر ټولو ستر مارکېټ ته د هېواد له ختیځو، شمالي او مرکزي ولایتونو هره شپه سلګونه ټنه تازه مېوې او سبزۍ راوړل کېږي چې کورني سوداګر او کاروباریان یې بیا له دغه ځایه د هېواد نورو ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو ته لېږدوي.

په دغه مارکېټ کې د تازه مېوو یوشمېر سوداګر وايي چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو نشتون له امله اړ دي چې مېوې په ډېره کمه بیه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زردالو او شفتالو یو سوداګر حبیب وايي چې د مېوو د پلور لپاره په کور دننه د بازارونو او سړو خونو نشتون لامل شوی چې مالي زیانونه ور ورسېږي. نوموړی زیاتوي: «زموږ ستونزه دا ده چې معیاري سړې خونې نه لرو، څو خپلې مېوې په‌کې وساتو. که زردالو، شفتالو یا ګیلاس دي، بازار یې ډېر خراب دی. یو من شفتالو په سل افغانیو پلورل کېږي؛ ځکه چې سړې خونې نه لرو. که یې ولرو، کولای شوو چې ویې ساتو او په خپل وخت کې یې په مناسبه بیه وپلورو.»

دوه نور سوداګر معشوق او هدایت چې له دغه ځایه نورو کورنیو او بهرنیو بازارونو ته تازه مېوې لېږدوي، شکایت کوي چې د سړو خونو نشتون له امله هر کال دوی او باغ‌لرونکو ته سخت مالي زیانونه اوړي. دوی وايي:

«اوس یو من زردالو له ۱۲۰ تر ۱۳۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. که بیا له نورو هېوادونو راشي، په لوړه بیه پلورل کېږي. موږ ته یې ۸۰ سلنه زیان اړولی دی.»

«ستونزې ډېرې دي. د وطني مېوې موسم پیل شوی، خو موږ یې ساتلی نه شوو. سړې خونې نشته، مېوې خرابېږي. اوس بزګران موږ ته مېوې راوړي، خو یوه دوه ورځې وروسته خرابېږي. هم د بزګر زیار بې‌ځایه ځي او هم موږ زیانمنېږو.»

په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو جوړولو لپاره د دغه وزارت هڅې دوام لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه وايي، اوس په بېلابېلو ولایتونو کې د شپږو سړو خونو پر جوړولو کار روان دی. د نوموړي په خبره، دغه وزارت په پام کې لري چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۱۴ سړې خونې جوړې کړي.

افغانستان که څه هم بېلابېلې او ډېرې مېوې لري، خو هر کال په هېواد کې د دغو مېوو د ساتلو لپاره د امکاناتو نه موجودیت لامل کېږي چې د بزګرانو د یوه کال خواري هېڅ شي او محصولات یې به نیمه بیه ولاړ شي، خو کله چې د وطني مېوو موسم پای ته ورسېږي، له نورو هېوادونو راغلې مېوې بیا یو پر څو برابره پلورل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام