Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان ۲۵ روغتونونو سره خپله مرسته ډېره کړې

WHO Head-Quater in Geneva, Switzerland.

Copyright : WHO/Pierre Virot

د روغتیا نړیوال سازمان «who» افغانستان کې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د روغتیا وزارت اړوند ۲۵ روغتونونو سره د طبي او نورو توکو مرسته ډېره کړې ده.

یاد سازمان د روانې سپټمبر میاشتې له لومړیو تر راتلونکو درېوو میاشتو به څه باندې ۴۰۰زره کسانو ته درمل، طبي تجهیزات او نور روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ، افغانستان کې د ملاریا درملنې تشخیص لپاره امکانات نشته او غوښتنه یې کړې چې روغتیايي مرکزونو ته دې په منظمه توګه د ملاریا درملنې درمل او نور توکي ولېږدول شي.

د یاد سازمان په وینا، که دغه تشه ډکه نه‌شي، افغانستان کې د ملاریا ناروغي د خپرېدو ګواښ ژوندی دی.

په راپور کې راغلي چې د روغتیا نړیوال سازمان له ۵۴ نورو بنسټونو سره د افغانستان د ۳۳۳ ولسوالیو په ۷۹۷ روغتیايي مرکزونو کې څه باندې یو میلیون او ۵۰۰زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړې دي.

د خپور شوي راپور پر بنسټ یاد سازمان د ۲۹ ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې ۳۱۹زره او ۶۸ کسانو ته د ۲۲۶ روغتیايي مرکزونو پرمټ بېلابېل روغتیايي خدمتونه رسولې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز په کندهار او روزګان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه هم جوړ کړي چې ۱۰۰ او ۲۰ بستره لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد سازمان په راپور کې همداراز راغلي، پر خوارځواکۍ د اخته پنځه‌زره او۹۶۳ کسانو له ډلې چې ۲۸۶۲ یې نجونې او ۳۱۰۱ یې هلکان دي، د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۳۰ روغتیايي مرکزونو کې بستر او درملنه یې شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام