Asset 1SWN

د افغانستان نړیوال نندارتون پای؛ حنفي: نړیواله ټولنه دې په صنعت او سوداګرۍ کې همکاري وکړي

a6dcec31-d936-40f6-8395-cf083746858d-q6jw4eqwsfhyq8zxbpy7fneno2o16digd139dk6gzs

د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د یواوونیز نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د صنعت او سوداګرۍ برخو تر څنګ، د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړی وايي، تر هغه چې نړۍ په افغانستان کې د پروژو او پانګونې را جلبولو ته پام ونه کړي، افغانستان، سیمه او نړۍ به له نشه‌يي توکو څخه خلاصه نه‌شي. د حنفي په وینا، نړیوالې ټولنې افغانستان پر داسې هېواد بدل کړ چې د ټولې نړۍ ۹۹ سلنه نشه‌يي توکي یې ورته تولیدول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې یوشمېر صنعت‌کاران او د سوداګرۍ او صنعت برخو مسوولان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی پر وړاندې شته ننګونې، په ځانګړې توګه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

د صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وايي: «موږ د کار فرصت لرو. تمه ده چې ډېره مرسته وشي او ستونزې لرې شي. صنعت له برښنا سره تړلی، خو موږ یې نن له سخت کمښت سره مخامخ یوو او پر کانونو او برښنا باید پانګونه وشي.»

بله‌خوا د دغه نندارتون یوشمېر ګډونوال وايي چې یاد نندارتون ورته هېڅ ګټه نه‌ده رسولې. د افغاني جامو تولیدوونکې بنفشه ظفري او د غالیو صادارتو او یوې تولیدي کارخونې غړی احسان‌الله په دې اړه وايي:

«له سترو شرکتونو سره مو قرارداد نه درلود. یوه غرفه په پنځه زره افغانۍ راکړل شوې، موږ دوه زره ګټه په‌کې نه لرله. څنګه کولای شوو چې ټول عاید په‌کې وباسو، بازار نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«څه مو ونه پلورل، خو بازارموندنه وشوه. یو ګیلم مو په خپله بیه وپلوره. یوازې د وخت ضایع کېدل دي. ډېر ګټور نه و. ۹۵ سلنه بازارموندنه په بهرنیو نندارتونونو کې ده.»

د افغانستان د نړیوال نندارتون د جوړوونکو د معلوماتو پر بنسټ، په یوه اوونۍ کې ۱۶۰ زره کسان دغه نندارتون ته ورغلي او ننداره یې کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام