Asset 1SWN

د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې ته لسو شرکتونو د پانګونې لېوالتیا ښودلې

pleis-et-al-2

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلې پروژې لومړني کارونه به ډېر ژر پیل شي.

د دې ادارې د مسوولانو په وینا، د دغې پروژې اوږدوالی ۱۴۶۸ کیلومټره اټکل شوی چې له نهو ولایتونو او ۳۷ ولسوالیو څخه تېرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمېع دراني سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه لسو کورنیو او بهرنیو شرکتونو په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه وویل: «دغه پروژه چې اوږده ده، لومړی فاز یې چې د هرات خواف څخه تر هوايي ډګره ۴۷ کیلو مټره اوږدوالی لري او نورې برخې یې د اندخوی-شبرغان چې ۷۰کیلومټره پورې رغول کېږي، تراوسه یې لسو بهرنیو او کورنیو شرکتونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.»

په ورته مهال یو‌شمېر اقتصادي کارپوهان بیا د یادې پروژې له پیل څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې په پلي‌کېدو سره به یې ګڼ‌شمېر هېواد‌والو ته د کار زمینه برابره شي او د سوداګریزو توکو په بیو کې به هم د پام وړ ټیټوالی راشي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج‌محمد تلاش وویل: «دغه پروژه د اقتصادي نظام لپاره حیاتي ده او سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي او د افغانستان شمال به له سوېل او سوېل به له لوېدیځ سره ونښلوي چې د مصرفي او سوداګریزو توکو په بیو کې به ۶۰سلنه کموالی راشي.»

د اوسپنې پټلې ادارې مسوولان همداراز وايي چې تېر کال د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۶ میلیونه مټریک ټُنه سوداګریز توکي د سیمې هېوادونو ته صادر شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دا مهال افغانستان په هرات کې د تورغونډۍ، فاریاب کې د اقینې او مزارشریف ښار کې د حیرتان بندرونو له لارې د اوسپنې پټلۍ پر مټ واردات او صادرات کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام