لوګر کې د «اتحاد» خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اتحاد په نوم یوې خصوصي راډيو په ۹۱.۹ اېفاېم څپو خپل نشرات پیل کړل.
د اتحاد خصوصي راډيو رییس محمدداوود غفوري سلام‌وطندار راډیو ته وویل، که څه هم هېواد کې د محلي رسنیو اقتصادي وضعیت ښه نهدی، خو دوی په خپل لګښت دا راډيو خلکو ته د اطلاع رسونې او کلتوري ودې لپاره جوړه کړې ده.

کارپوهان: د ایران د «حق‌ابې» مسله باید سیاسي نه‌ شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیان کې ټینګار کړی چې له هلمند سیند څخه د «حق‌ابې» اخیستل، د ایران لومړیتوب دی او دې برخه کې یې ا.ا سره خبرې هم روانې دي.
نوموړي د ا.ا له مسوولانو وغوښتل چې د ایران «حق‌ابې» موضوع روښانه کړي او دغه هېواد ته خپله حق‌ابه ورکړي. په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو له‌خوا دغه غوښتنه په جدي توګه مطرح شوې ده.

د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې ته لسو شرکتونو د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلې پروژې لومړني کارونه به ډېر ژر پیل شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمېع دراني سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه لسو کورنیو او بهرنیو شرکتونو په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

کروندګر: پر یوه ځمکه د بېلابېلو محصولاتو کښت، ځمکه پیاوړې کوي

په بلخ کې کروندګر وايي چې پر یوه کرنیزه ځمکه د بېلابېلو محصولاتو کښت د ځمکې د پیاوړتیا لامل کېږي او ښه ګټه‌وټه لري.

دوی زیاتوي، کروندګر کولای چې پر یوه وخت له بېلابېلو محصولاتو څخه ښه حاصل ترلاسه او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.

ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې

ننګرهار کې کروندګر وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو له‌ لوري د ځمکني توتانو کښت زیات شوی دی. دوی سلام‌وطندار ته وايي، د ځمکني توتانو دغه فصل تر ډېره په هغو سیمو کې کرل شوی چې پخوا به په‌کې کوکنار کرل کېدل. نوموړی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، ځکه خو یې کرکیله هم ورځ تربلې مخ پر زیاتیدو ده.

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

پېښه نن سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند «دشت‌خواجه الوان» سیمه کې د یوه کرولا ډوله او باروړونکي موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

روزګان کې یوه مېرمن د خپل «لېور» له‌خوا وژل شوې

په روزګان کې یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوه مېرمن د خپل خاوند د ورور «لېور» له‌خوا د چړې په وسیله وژل شوې ده. د سرچینې په وینا، پېښه پرون دوشنبه د غويي ۱۱مه د دغه ولایت د دهراوود ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، یادې مېرمنې پنځه کاله وړاندې واده کړی و او قاتل د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.