Asset 1SWN

لوګر کې د «اتحاد» خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اتحاد په نوم یوې خصوصي راډيو په ۹۱.۹ اېفاېم څپو خپل نشرات پیل کړل. د اتحاد خصوصي راډيو رییس محمدداوود غفوري سلام‌وطندار راډیو ته وویل، که څه هم هېواد کې د محلي رسنیو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو دوی په خپل لګښت دا راډيو خلکو ته د اطلاع رسونې او کلتوري ودې لپاره جوړه کړې ده.

د نوموړي په وینا، اوس دا راډيو د ورځې او شپې پر مهال ۱۵ ساعته په پښتو او دري ژبو خپرونې کوي او هڅه روانه ده چې ورځ تر بلې یې نشرات لا ښه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفېع‌الله صمیم د دې راډیو په پرانېست‌غونډه کې وویل، د پخوا په پرتله په لوګر کې د رسنیو او ژورنالېستانو خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسي او همغږۍ برخه کې ټولې ستونزې هوارې شوې دي.

هغه زیاتوي چې په لوګر کې د محلي راډيوګانو اقتصادي وضعیت ښه شوی او هڅه روانه ده چې په دې برخه کې شته ستونزې له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټول شي.

بله‌خوا په لوګر کې د یوې خصوصي راډيو رییس نورالله ستانکزی له حکومت او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د رسنیو او ژورنالېستانو د اقتصادي ستونزو راکمولو ته لا زیات کار وکړي.

نوموړی که څه هم وايي چې په لوګر کې د تېرو کلونو په پرتله د رسنیو او ژورنالېستانو ستونزې کمې شوي، خو له د دغه ولایت له ولایتي چارواکو څخه غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې شته ستونزې هم حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، اوس په دغه ولایت کې دوه دولتي او څلور خصوصي راډیوګانې او یوه چاپيزه میاشتنۍ فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې شاوخوا نیمايي رسنۍ تړل شوي او زرګونه خبریالان وزګاره شوي او د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام