د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه: د ا.ا له واکمنېدو وروسته ۲۷ تازه جوړو شویو رسنیو فعالیت پیل کړی

که څه هم په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته سلګونو رسنیو د بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعالیتونه په ټپه ودرول او وتړل شوې، خو د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته ۲۷ رسنیو خپل فعالیت پیل کړی دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست: بهرني بنسټونه دې د ۳۲ نابشپړو پروژو چارې بیا پیل کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په چاپېریال ساتنې برخه کې د ۳۲ نابشپړو پروژو بېرته پیل کړي.
د دې ادارې مسوولانو د لړم په دوه‌ویشتمه، د دوشنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې بهرني بنسټونه باید بشري مسایلو ته سیاسي رنګ ور نه کړي.

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نن د کابل په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پیل شو. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د ګوزڼ ضد واکسین دغه پړاو چې څلور ورځې دوام کوي، کور په کور او جومات په جومات پلی کېږي. هغه زیاتوي چې د دغه کمپاین پر مهال به یوولس میلیونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین شي.

لوګر کې د «اتحاد» خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اتحاد په نوم یوې خصوصي راډيو په ۹۱.۹ اېفاېم څپو خپل نشرات پیل کړل.
د اتحاد خصوصي راډيو رییس محمدداوود غفوري سلام‌وطندار راډیو ته وویل، که څه هم هېواد کې د محلي رسنیو اقتصادي وضعیت ښه نهدی، خو دوی په خپل لګښت دا راډيو خلکو ته د اطلاع رسونې او کلتوري ودې لپاره جوړه کړې ده.

په کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب وايي چې د کب په ۱۰مه، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د نوموړي په وینا، خلک به له یادې نېټې وروسته کولای شي د پاسپورټ د انلاین سېسټم له لارې نوملیکنه وکړي.

هېواد کې د ګوزڼ واکسین پروسه درې اوونۍ وروسته پیلېږي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې درې اوونۍ وروسته به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پروسه پیل شي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بهیر کې به د هغو ۳،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون چې مخکې یې واکسین نه و کړی، ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.