نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې په لومړي ځل د راډیو فعالیتونه پیل شول، خو لا هم په ټول هېواد کې خپل اورېدونکي او مینه‌وال لري.

افغانستان کې په لومړي ځل د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ پرمهال راډیو خپل فعالیت پیل کړ او له هغه راوروسته دغې رسنۍ له لوړو او ژورو سره خپل سفر پیل او په هېواد کې د نظامو له بدلون سره سم، د راډیو د فعالیت څرنګوالی هم له تحول او بدلون سره مخ شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له جمهوري څخه اسلامي امارت ته د سیاسي نظام بدلون رسنۍ اړ کړې چې خپل نشراتو کې بدلون راولي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې خصوصي رسنۍ خپل فعالیتونه محدود او یاهم په ټپه ودروي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی جمیل وقار سلام‌وطندر ته وايي، هېواد کې له سیاسي بدلون راوروسته نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیت څخه لوېدلي دي.

وقار زیاتوي چې له دې وړاندې په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۳۲۰ راډیوګانې فعالې وې، خو په وروستیو شپږو میاشتو کې دغه شمېره ۲۰۰ ته راټیټه شوې ده.

د اسلامي امارت له راتلو سره سم د راډیوګانو په نشراتو کې څه بدلون راغلی؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره د محلي راډیوګانو له مسوولانو سره غږېدلي یو. د محلي راډیوګانو مسوولان وايي چې هېواد کې وروستیو تحولاتو د راډیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کړې دي.

د دوی په وینا، د اسلامي امارت له لوري د محدودیتونو او مالي ستونزو له امله لسګونه رسنۍ له فعالیته لوېدلي او ګن‌شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټلویزیون او نورو لیدونکو رسنیو لپاره د سواد ټيټه کچه او د امکاناتو نه‌شتون د دې لامل شوی چې لا هم په هېواد کې راډیو خپل اورېدونکي ولري.

ښاریان وايي، راډیو ته د اسانه لاسرسي له امله هره ورځ څو ساعته راډیو اوري او ځان د نړۍ له حالاتو خبروي. دوی وايي چې د راډیو اورېدل لګښت نه لري او هر کله چې موټر کې کېني، هره شېبه راډیو اوري.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتګ وروسته او د رسنیو پر نشراتو د محدودیت له کبله هېواد کې شاوخوا ۷۰سلنه راډیوګانې تړل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام