
فراه کې د اسراء راډیو فعالیت پیل کړ
د اسراء راډیو مدیر مسوول عبدالبصیر رحماني وايي، دغې ولسي راډیو تېره ورځ د ځايي مسوولانو په حضور کې په رسمي ډول فعالیت پیل کړ.

د اسراء راډیو مدیر مسوول عبدالبصیر رحماني وايي، دغې ولسي راډیو تېره ورځ د ځايي مسوولانو په حضور کې په رسمي ډول فعالیت پیل کړ.

د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې دا مهمه او نوموتې رسنۍ د مالي ستونزو او محدوديتونو له امله د خپرونو د کمیت او کیفیت له کمښت سره مخ ده.
په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د ځینو راډیوګانو مسوولان وايي، پر رسنیو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو هېواد کې د راډیويي خپرونو پر کیفیت او کمیت منفي اغېز کړی دی.

د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د اتحاد په نوم یوې خصوصي راډيو په ۹۱.۹ اېفاېم څپو خپل نشرات پیل کړل.
د اتحاد خصوصي راډيو رییس محمدداوود غفوري سلاموطندار راډیو ته وویل، که څه هم هېواد کې د محلي رسنیو اقتصادي وضعیت ښه نهدی، خو دوی په خپل لګښت دا راډيو خلکو ته د اطلاع رسونې او کلتوري ودې لپاره جوړه کړې ده.

په زابل کې د پیغام په نوم یوې غږیزې رسنۍ خپل نشرات پیل کړل. د پیغام راډیو د نشراتو مسوول روحالله حکیمي وايي چې د یادې راډیو په نشراتي پالیسي کې یې د دغه ولایت د اوسېدونکو کلتوري او ټولنیزو غوښتنو ته ځای ورکړی دی.

په بدخشان کې د صدای بانوان راډیو مدیرمسوولې نجلا شېرزاد سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې د راډیو دروازه ور تړلې ده. هغه وايي چې د دې راډېو له لارې یې هېڅ ډول موسیقي نهده خپره کړې او د مسوولانو د دغه کار د اصلي لامل په اړه هم نه پوهېږي.

نن د سلواغې ۲۴مه او د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ نن د سلام افغانستان موسسې (سلاموطندار راډیو) په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د یونسکو رییسې پاتریشیا مک فیلپس او د سلاموطندار راډیو د مسوولانو، خبریالانو او کارکوونکو په ګډون ونمانځل شوه.

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د «هوا» په نوم یوې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړی دی.

د کندهار مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې راډیو کارکوونکي نصیراحمد میرزايي ځان وژلی دی.
نصیراحمد میرزايي نن یکشنبه ځان په مرمۍ ویشتی او وژلی دی.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د رڼا په نوم محلي راډیو نن د مالي ستونزو له امله خپل نشرات بند کړل.

په پکتیا کې ولایت کې د «پکتیا غږ» په نوم د یوې محلي راډيو مسوولان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل نشرات درولي دي. دغې راډیو له تېرو ۱۷ کالو څخه په دغه ولایت کې فعالیت کاوه.

د اسلامي امارت استخباراتو په کندهار ولایت کې د «ملت غږ» په نوم راډیو باندې چاپه وهلې او د یادې راډیو درې کارکوونکي یې له ځان سره بیولي دي.

د «خیبر نوښت» راډيو مدیر مسول کيهان محمدزي وویل، دغې راډیو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې لغمان او شاوخوا سیمو کې د ایفایم پر ۹۴،۵ څپه خپرونې کولې چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته مالي ستونزو سره مخ شوه.
هغه وايي، د څلورو نجونو په ګډون یې ۲۲ کارکوونکي درلودل او د منابعو نشتوالي له کبله اړ شول، چې نشرات بند کړي.

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې په لومړي ځل د راډیو فعالیتونه پیل شول، خو لا هم په ټول هېواد کې خپل اورېدونکي او مینهوال لري. د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې خصوصي رسنۍ خپل فعالیتونه محدود او یاهم په ټپه ودروي.

په غور کې د «سرحد» په نوم د محلي راډیو مسوولانو ویلي چې د مالي ستونزو، برښنا نهشتون او د خبریالانو د دندې د بدلون له امله یې د دغه راډیو نشرات درولي دي. په غور کې د سرحد راډیو مدیر مسوول سیدمعروف سعیدي سلاموطندار ته وایي چې د دغه راډیو په تړل کېدو سره د یاد ولایت ګڼشمېر اوسېدونکي اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.