Asset 1SWN

کندهار کې د یوې راډیو کارکوونکي ځان وژلی

د کندهار مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې راډیو کارکوونکي نصیراحمد میرزايي ځان وژلی دی. نصیراحمد میرزايي نن یکشنبه ځان په مرمۍ ویشتی او وژلی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کس د کورنیو ستونزو له کبله ځان وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په کندهار کې ځایي سرچینې بیا وايي چې نصیراحمد یوه میاشت مخکې خبریالانو ته د وزګارتیا شکایت هم کړی و.

دا داسې مهال ده چې تر دې مخکې هم یوشمېر کسانو په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو او اقتصادي ستونزو له کبله ځانونه وژلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام