د کندهار د ټرافیکو مدیریت په یوه کال کې ۲۴۷ میلیونه عواید ټول کړي

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت په ١٤٠٢ کال کې ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د نوموړي په وینا، په یادو عوایدو کې درې میلیونه، ۴۵ لکه او ۷۸۰۰ افغانۍ د موټرچلولو لایسنس د وېش، پنځه میلیونه، شپږ لکه، ۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جوازسیرونو د وېش او ۹۹۰۵۰ افغانۍ هم له لیني ټکسي څخه را ټولې کړې دي.

د میوند اوسېدونکي: حکومت دې د یادې ولسوالي تاریخي سیمې بیاورغوي

د کندهار د میوند ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې تاریخي سیمې د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د میوند ولسوالي بازار شاته «شنه کلا» چې تاریخي ارزښت لري، اوس یې شاوخوا سیمې کیندل شوي او خاوره یې د سیمې خلک د خپلو کورونو جوړولو لپاره کاروي.

کندهار کې د ۳۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار کې یو ښوونځی چې ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی نن د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند په میانکوه سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې پر یاد ښوونځي ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او په نهو میاشتو کې د ۱۲۰ کسانو له لوري جوړ شوی دی.

کندهار کې د کورونو نړېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي

په کندهار کې د تېرو پرله‌پسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي.

کندهار کې د هغه ماشوم مړی موندل شوی چې ۲۸ ورځې مخکې ورک شوی و

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته وویل، د مزمل‌احمد خان په نوم یو ماشوم چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون‌ خان چمن اوسېدونکی و او څه موده مخکې ورک شوی و، پرون یې مړی د کور مخې ته تر پل‌چک لاندې پیدا شوی دی.

کندهار کې د تصویر او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشېرین اخوند د یک‌شنبې په ورځ د کندهار ملکي او نظامي ادارو ته یو مکتوب لېږلی چې پر بنسټ یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وکړي. هغه وايي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نه‌دی.

د میوند اوسېدونکي: یادې ولسوالي کې دې د هرات-کابل سړک برخه ورغول شي

د کندهار میوند ولسوالي اوسېدونکي او هټۍ‌وال په دغه ولسوالي کې د هرات-کابل غځول شوي سړک برخې د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد سړک د پراخېدو او جوړېدو لپاره دې ولسوالي کې د خلکو هټۍ هم نړول شوې وې، خو په وینا یې، سړک تراوسه نه‌دی رغول شوی.

 لیکوال او شاعر عبدالله ستوری د ۴۹ کلونو په عمر ومړ

نوموتی شاعر او لیکوال عبدالله ستوری نن «دوشنبه، سلواغې ۳۰مه» کندهار کې د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

ستوری د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل شوې څېره وه چې د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي يې ۲۱ ځله  جایزې او ستاینلیکونه هم  ترلاسه کړي وو.

د کندهار په سپین‌بولدک کې د نږدې ۳۸ میلیونه افغانیو پروژو چارې پیل شوې

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي ولسوال عبدالله بشیر په دې ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اووه کیلومټره عمومي سړک د بیاجوړونې او د اوبو د دوو زېرمو جوړولو چې یوویشت‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د چارو د پیل خبر ورکوي. هغه وايي، یادې پروژې به د ښاروالي په خپلو عوایدو په راتلونکې یوه‌نیمه میاشت کې بشپړې شي.

د کندهار په سپین‌بولدک کې ۱۱۰ کسان د کلدارې راکړې‌ورکړې په تور نیول شوي

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ښاروالي کې د ښاري حکومتولۍ مدیر او ویاند عبدالله میوند سلام‌وطندار ته ویلي چې شاوخوا ۱۱۰ هټۍ‌وال او پېرودونکي یې په بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې په تور نیولي دي. د نوموړي په وینا، تېره اوونۍ یې هم شاوخوا سل کسان د بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې له امله نیولي وو.

کندهار کې د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه؛ پر کورنۍ پالیسي خبرې اترې شوي

د ا.ا د مشر هبت‌.‌الله اخوند‌.زاده په مشري د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه په کندهار کې جوړه شوه. دا غونډه د لړم په دېرشمه، د دوشنبې ورځ او د لېندۍ په لومړۍ یا د سه‌شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د کابینې د غړیو په ګډون جوړه شوې وه چې د ا.ا پر کورنۍ پالیسي په‌کې خبرې اترې شوې دي.

د سپین‌بولدک له لارې تراوسه ۸۰زره افغانان له پاکستانه راستانه کړل شوي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور د اېستلو په لړ کې تر دې مهاله د کندهار د سپین‌بولدک له لاري دغه ولایت ته ۸۰ زره افغانان بېرته راستانه شوې دي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پرځای کولو امر نعمت‌الله الفت سلا‌وطندار ته وویل چې راستنې شوې هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرستې هم شوې دي.

د قطر لومړی وزیر: پرمختللی افغانستان، منځ‌لاري حکومت ته اړتیا لري

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره له لیدنې شاوخوا درې‌نیمې میاشتې وروسته د دې ناستې ځینې برخې ډاګیزه کړې.
نوموړي له سي‌اِن‌اِن خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له مشر سره په خبرو کې یې ټینګار کړی، که غواړي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي، باید له نړۍ سره همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې ښځینه‌وو ته د کار اجازه ورکړي.