Asset 1SWN

د غزني والي: رسنۍ دې د دروغو او د ا.ا اصولو خلاف خبرونو له خپرېدو ډډه وکړي

د غزني والي محمدامین جان عمري دغه ولایت کې د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې رسنۍ د دروغو او د ا.ا د اصولو خلاف خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

دغه ناسته چې نن «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» د غزني ولایت مقام کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت والي او د محلي رسنیو مسوولانو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني والي همداراز دې ناستې کې له رسنیو غوښتنه وکړه چې د ا.ا اصولو او ملي ګټو ته په پام خپرونې وکړي او په وینا یې، ا.ا له رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.

هغه پر ځینو بهرنیو رسنیو تور پورې کړ چې د درواغو خبرونه خپروي او د ولس او ا.ا ترمنځ د واټن رامنځته کېدو ته لمن وهي.

بل‌خوا د غزني اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلام‌وطندار ته وویل چې چې د یاد ولایت خبریالانو او مسوولانو ترمنځ په بشپړه توګه همغږي شتون لري او خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی موندلی شي.

په دې ناسته کې یو‌شمېر خبریالانو د مسوولانو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پر پراخېدو ټينګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په تېر یوه کال کې لومړی ځل دی چې د غزني ولایت مقام او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو او پراخېدو په موخه ناسته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام