Asset 1SWN

پر رسنیو بل فشار؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پوروړې رسنۍ تړي

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، اترا ادارې د کورنیو چارو وزارت ته مکتوب استولی څوهغه رسنۍ چې له څو کلونو راهیسې مالیه نه ده ورکړې، جواز نه لري او د فریکانسي مالیه یې هم نه ده ورکړې وتړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وايي، په تېرو څو کلونو کې یو شمېر رسنیو د دولتي ادارو پورونه نه ديورکړي. د هغه په ​​وينا، داسې رسنۍ هم شته چې لس تر ۱۵ کلونو راهیسې کاري جواز هم نه لري.

هغه زياتوي چې په تېر حکومت کې د يو شمېر رسنيو مسوولان د فساد او زور له طریقه، قانون څخه سرغړونه کړې او اوس هم په ناقانونهتوګه خپرونې کوي. د حماد په وینا، اسلامي امارت په دې اړه څېړنې کړي او په نښه شوي رسنیو سره به قانوني چلند وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالحق حماد وایي چې اترا ادارې اطلاعاتو او فرهنګ او کورنیو چارو وزارتونو ته مکتوب استولی او په مکتوب کې ویل شوي څو هغهرسنۍ چې د جواز، مالیاتو او فریکانس برخه کې ستونزه لري، وتړل شي.

هغه وایي: « موږ اړ شو چې له هغوى سره قانوني چلند وکړو او هغوى ته مو خبرداری ورکړی که چېرې خپل مالیات ورنکړي، له هغوىسره به قانوني چلند وشي. د دوی فریکونسي او جواز لغوه شوی او دوی به نور د فعالیت حق ونه لري

په همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو او رسنيو د فدراسيون غړى سيدعلي اصغر اکبرزاده هم د ماليې پر ورکړې ټينګار کوي، خووايي چې اوسمهال يو شمېر رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې باید ورته لاره چاره ولټول شي څو  رسنۍ هم خپل مالیات ورکړياو هم بېرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې په بدخشان کې د امو راډيو مشر عبدالناصر حق‌جو هم ټينګار کوي چې رسنۍ بايد جواز ولري او خپله ماليه ورکړي،خو وايي چې حکومت هم بايد دغو رسنيو ته فرصت ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خوست کې د سولې غږ راډیو رییس زاهد انګار وایي، شاوخوا ۱۵۰رسنۍ د مالیاتو د نه ورکړې له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. هغه زیاتوي، اسلامي امارت باید د تنظیمي او  بې پري رسنیو ترمنځ تفکیک وکړي او  د هغو رسنیو  اقتصادي وضعیت ته پام وکړي چېپه ريښتيني ډول فعالیت کوي او هغوی سره دې هوکړې ته ورسېږي.

هغه وایي: « زما غوښتنه د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه دا ده چې لږ تر لږه د رسنیو په وضعیت پوه شي، ځکه دولت تهڅرګنده ده چې عاید نشته. اسلامي امارت باید دغه رسنۍ له جریمې معاف کړي

دا په داسې حال کې ده چې تېر حکومت هم له دغو رسنیو غوښتي وو چې خپل مالیات ورکړي او جوازونه یې نوي کړي. خو د پخوانيودولتي چارواکو او د رسنيو د مسوولانو تر منځ له يوې غونډې وروسته د سرغړونو جريمې معاف شوې او هغوى ته د جوازونو د نوي کولو اوماليې ورکولو فرصت ورکړل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام