د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د تجلا خصوصي راډیو ټلویزیون مسوولان وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل نشرات تر نامعلومې نېټې پورې درولي دي.
د تجلا راډیو ټلویزیون رییس نجيبالله حبيبي نن ميدان ښار کې يوې خبري غونډې ته وويل، دغه شبکه په ۱۳۹۱ کې په مرکز میدان ښار کې د لومړنۍ خصوصي رسنۍ په توګه خپل نشرات پیل کړل چې د دغه ولایت ترڅنک د کابل پغمان ولسوالي او د لوګر ولایت ځینو سیمو اوسېدونکو ته یې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او ورزشي خپرونې وړاندې کولې چې نن یې د مالي ستونزو له امله خپل نشرات درولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تجلا راډیو ټلویزیون مسوولان د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او ملاتړ یې وشي. د یادې شبکې د مسوولانو په وینا، که چېرې اسلامي امارت د دوی غوښتنو ته پا ونه کړي، د دې شبکې نشرات به تر نا معلومې نېټې پورې درېدلې وي.
په میدان وردګ ولایت کې د تجلا خصوصي راډیو ټلویزیون ترڅنګ ټولې خصوصي رسنۍ له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که چېرې د دوی ستونزو ته رسېدنه ونه شي، ښایي په دغه ولایت کې د ټولو رسنیو فعالیت سقوط وکړي.
د یادونې وړ ده د مخکیني حکومت له سقوط وروسته ډېری رسنۍ او ګڼشمېر خبریالان له مالي ستونزو سره مخ دي او د رسنیو فعالان د رسنیزو فعالیتونو له ودرېدو څخه اندېښمن دي.