په غور کې د «سرحد» په نوم د محلي راډیو مسوولانو ویلي چې د مالي ستونزو، برښنا نه‌شتون او د خبریالانو د دندې د بدلون له امله یې د دغه راډیو نشرات درولي دي. په غور کې د سرحد راډیو مدیر مسوول سیدمعروف سعیدي سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه راډیو په تړل کېدو سره د یاد ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

د غور د سرحد راډیو مدیر مسوول په وینا، دوی اوس یوازې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل فعالیت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرحد راډیو  اوه کاله وړاندې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې جوړه شوه او د «عدالت غږ» راډیو ترڅنګ یې د دغه ولایت پېښو ته خبري پوښښ ورکاوه.

په دغه محلي راډیو کې د پنځو ښځو په ګډون ۲۱ کسانو کار کاوه. د دغې رسنۍ فعالیتونه په خبري، ښوونیزو، دیني، فرهنګي، سیاسي او د بشرحقونو پر موضوعاتو راټول وو.

د یادونې وړ ده چې خراب مالي وضعیت او امنیتي ستونزې، هغه دوه ننګونې دي چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته ورسره ګڼ‌شمېر خبریالان مخ دي او د رسنیو فعالان د رسنیزو فعالیتونو له ودرېدو څخه اندېښمن دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، تراوسه په هېواد کې نږدې ۱۵۳ رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له کبله اړ شوي چې خپل نشرات ودروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام