د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خبریالانو هڅه وکړه چې د ځان خوندیتوب په موخه له هېواده ووځي. د خبریالانو پر وړاندې رامنځ ته شوي خراب وضعیت ته په کتو، ګن‌شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو د افغان خبریالانو لپاره د تخلیې فرصتونه برابر کړل.

په دې لړ کې یو‌شمېر خبریالان له هېواده ووتل، خو ګڼ‌شمېر او ډېره برخه یې په هېواد کې پاتې شول او بریالي نه شول چې د تخلیې په بهیر کې ځان شامل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان خبریالانو د اېستلو بهیر له لومړۍ ورځې له ګڼو پوښتنو سره مخ وو. په تازه‌ګي سره د طلوع نیوز د خبر څانګې مخکیني مدیر پرویز شمال په خپل ټویټر‌پاڼه د خبریالانو د اېستلو په بهیر کې له فساد څخه پرده پورته کړې. شمال په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د طلوع نیوز اجرايي رییس لطف‌الله نجفي‌زاده د خبریال په نوم د خپلې کورنۍ غړي له هېواده بهر اېستلي دي.

هغه پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي: «لطف الله نجفي زاده د خپل خسر د کورنۍ غړي د طلوع له خبریالانو سره مکسیکو ته لیږلي دي، په داسې حال کې چې څو کسه نور له ګواښ سره مخ خبریالان په کابل کې له وېرې سره ژوند کوي. په لوتکه کې د شاملو کسانو نوملړ مې تر لاسه کړی دی. ټول خبر دي، خو پټه خوله.»

د پرویز شمال دغه ټویټ په ټولنیزو رسنیو کې د کن‌شمېر کسانو تند غبرګونونه راپارولي او هغه خبریالان چې په افغانستان کې پاتې شوي، په دې پلمه یې له وضعیت څخه ناخوښي څرګنده کړې ده.

د طلوع نیوز یو خبریال چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته وايي چې نجفي‌زاده خپله ښينه د کار‌ زده‌کړیالې په توګه دفتر ته راوستي وه چې وروسته د پروډیسورې په توګه وګومارل شوه او په لومړۍ الوتنه کې یې البانیې ته ولېږدوله. د هغه په وینا، په داسې حال کې چې دوی لا تراوسه په کابل کې دي.

د خبریالانو د تخلیې پروګرام یوازې نجفي‌زاده پورې نه اړوندېږي، بلکې ګڼ‌شمېر خبریالان د رسنیو ملاتړي بنسټونه، د رسنیو مسوولان او د رسنیو مهم غړي په فساد تورنوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو شمېر خبریالان په دغه وضعیت نیوکه کوي او وايي، د رسنیو مسوولان او خاوندان له فرصت څخه په ګټې اخیستو خپلې کورنۍ او دوستان هېواد څځه بهر ته لېږدولې دي.

ومو غوښتل په دې اړه د نجفي‌زاده نظر هم ترلاسه کړو، خو هغه خبرو کولو ته حاضر نه شو. د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم د خبریالانو دغه تور ردوي او دې برخه کې خبرې نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام