
د ایران سپاهپاسدارانو امریکا ته د پښېمانه کېدو ګواښ کړی
سپاهپاسدارانو د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو په اړه بیانیه کې خبرداری ورکړی چې متحده ایالت به په دغه برید پېښمانه شي.
بیانیه کې چې نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) خپره شوې، سیمه کې د امریکا اډو ته د اشارې ترڅنګ، له محاسبو په لوړه سطحه د پېښمانهونکي ځواب ورکولو ګواښ کړی.














