Asset 1SWN

سلام وطندار

د ترهګرۍ ګواښ د پېښېدو ادعا؛ شنونکي: پاکستان غواړي نړۍ ته ځان مظلوم وښيي

487251_5892131_updates

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغانستان کې شته ترهګري اسلام‌اباد لپاره ګواښ دی او د دغه هېواد سرپرست حکومت باید د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان پوځ دغه خبرپاڼه پرون جمعه د چنګاښ ۲۳مه د بلوچستان ایالت کویټې ښار ته د پوځ مشر عاصم منیر له سفیر وروسته خپره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د کویټې ښار د پوځ پر یوه مرکز د وسله‌وال برید پر مهال ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي چې د برید مسوولیت د تحریک جهاد ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان پوځ همداراز ادعا کړې چې ټي‌ټي‌پي‌ یا د پاکستاني طالبانو تحریک غړي افغانستان کې په فعاله توګه شتون لري، خو  اسلامي امارت بیا دغه ادعاوې تل رد کړي دي.

په ورته مهال د پوځ چارو  یوشمېر شنونکي وايي چې پاکستان په ورته ادعا سره غواړي افغانستان کې خپلې ګټې ترلاسه کړي.

د پوځي چارو شنونکي اسدالله ندیم وویل: «دا چې پاکستان دومره ټینګار کوي چې له افغان خاورې ورته ګواښ متوجه دی، یو ډول ځان مظلوم ښيي، څو یو‌شمېر مسلې چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف دي، پر افغانستان ومني، لکه شمالي ولایتونو ته د ټي‌ټي‌پي‌ د غړیو لېږد.»

په ورته مهال د پوځي چارو شنونکي همداراز د پاکستان دننه د ترهګرۍ مخنیوي برخه کې د پاکستان حکومت پر کړن لارې هم نیوکه کوي.

پوځي‌کارپوه محمدمتین محمودخېل وویل: «کله چې ګواښ وي، د سرحدونو ساتل د دواړو هېوادونو مسوولیت دی، که د افغانستان له‌خوا پاکستان ته ګواښ وي، نو د دغه هېواد پوله‌ساتي ځواکونه ولې، شکایت نه کوي او دغه څرګندونې د پاکستان دننه کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان پوځ  یادو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم په دې اړه د سلام‌وطندار خبریال پوښتنو ته ځواب ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام