د افغانستان برښنا شرکت نن د هغو صنعتي شرکتونو، سوداګریز او ودانیزو ښارګوټو د برښنا پرېکولو بهیر پیل کړ چې له دغه شرکت څخه په میلیونونه افغانۍ پوروړي دي.

د برښنا شرکت مسوولان وايي، ښارګوټي، سوداګریز شرکتونه، صنعتي پارکونه، مذهبي ځایونه او دولتي او خصوصي بنسټونه له دغه شرکت څخه ۲۳ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت د چارواکو په وینا، د وسپنې ویلې‌کولو ملي سټیل شرکت ۴۰میلیونه افغانۍ، د پیمان ایسکریم تولیدي شرکت ۱۱میلیونه افغانۍ او د پلاسټيکي پایپ کارخونه نږدې ۵ میلیونه افغانۍ له دغه شرکت څخه پوروړي دي چې نن د برښنا شرکت له لوري د یادو شرکتونو د برښنا مزي پرې شول.

په ورته وخت کې د کابل برښنا رییس عبدالرحمان رحماني خبرداری ورکوي، که چېرته پوروړي خپل پورونه ورنه کړي، د برښنا شرکت به سقوط وکړي.

په همدې حال کې د یوه تولیدي شرکت اجرايي مدیر محمد نسیم د برښنا لګښت نه ورکولو لامل په هېواد کې وروستي تحولات او په بانکونو کې ستونزې یادوي. نوموړی له اسلامي امارت څخه غواړي چې دوی ته وخت ورکړي.

دا په  داسې مهال ده چې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي، دولس ورځې کېږي چې دغو شرکتونو ته وخت ورکړل شوی، څو خپل پورونه ورکړي، خو هغوی تراوسه اقدام نه دی کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

برښنا شرکت څخه د سوداګریزو شرکتونو، صنعتي پارکونو، مقدسو ځایونو او د خصوصي او دولتي بنسټونو د پور ستونزه، تر دې وړاندې هم موجوده وه. د برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، دغه ستونزه لامل شوې چې هغوی ونه شي کولی د وارداتي برښنا پیسې اړوندو هېوادونو ته ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام