له افغانستان سره د بشري مرستې په موخه د هندوستان له لوري پنځوس زره ټنه مرسته شوي غنم چې له څه مودې راهیسې يې افغانستان ته د لېږد پر سر جنجال موجود و نن شنبه یې لومړۍ جوپه د ننګرهار تورخم ښارګوټي ته راوسېده.

د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امارت یو‌شمېر چارواکي تورخم ښارګوټي ته ورغلي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت مرستیال مولوي شرف الدین د دې مرستو د ترلاسه کولو پرمهال وویل، د مرستو دغه لومړۍ جوپه غنم چې دوه نیم زره ټنه کېږي په ۴۲ موټر کې بار او نن تورخم کې دوی ته وسپارل شول.

نوموړي دغه راز وویل چې ډېر ژر به پاتې غنم هم د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شوي. د مرستې تسلیمۍ مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت استازي مولوي احمد د هندوستان له دې مرستو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې له افغانستان سره دې بشري مرستې نورې هم زیاتې شي.

هغه دغه راز وویل چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې هم باید مرسته وشي. خلک له دې مرستو مننه کوي او وایي چې له افغانستان سره باید نړیواله ټولنه خپلې بشري همکارۍ نورې هم ډېرې کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی شهزاده وویل، افغانستان اوسنی اقتصادي حالت د اندېښنې وړ دی او په کار ده چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې د بشري خواخوږۍ له مخې نورې مرستې هم ترسره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابو درې میاشتې وړاندې هند له افغانستان سره د دغه مرستې اعلان کړ، خو د لېږد په برخه کې یې د ستونزو له کبله افغانستان ته نه و رارسېدلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام