هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلی چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند مرسته شوي غنم ولېږدوي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې هند او پاکستان افغانستان ته د هند د مرستو شویو غنمو د لېږد په اړه له دوو میاشتو خبرو وروسته دې هوکړې ته رسېدلي چې دغه غنم به د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په رپوټ کې راغلي چې تمه ده د زرګونو باروړنکو موټرو دغه جوپه د روان میلادي کال د فبرورۍ په لومړیو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د دواړو هېوادونو د هوکړې پربنسټ، د هند مرسته شوي غنم به د افغانستان باروړنکي موټر د پاکستان طورخم بندر له لارې د خوړو نړیوال پروګرام په همکاري افغانستان ته ولېږدوي.

پاکستان ویلي چې په دې برخه کې یې ټول چمتوالی نیولی او د مرستو د لومړنۍ جوپې د لېږد لپاره د هند تایید ته په تمه دی.

هند د تېر کال په نومبر کې اعلان وکړ چې افغانستان کې د خراب بشري وضعیت سربېره د وچکالۍ او لوږې د مهار لپاره له دغه هېواد سره د ۵۰۰۰۰ټنه په اندازه د غنمو، طبي او نورو توکو په ګډون مرسته کوي چې ټاکل شوې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان په لومړنیو کې په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه او ویلي و چې دغه مرسته باید د افغانستان باروړونکو موټرو په مرسته ترسره شي.

وروسته بیا په یو‌شمېر رپوټونو کې وویل شول چې دغه هېواد پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی او د واګه بندر له لارې افغانستان ته  د هند د مرسته شویو غنمو د لېږد په اړه یې یو لړ شرطونه وړاندې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام