ناروې ناسته کې د افغانستان هوساینې لپاره پر ګډ کار ټينګار شوی

د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي، افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او د امریکا او اروپا استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دې غونډې ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې کړي.

ناپېژانده وسله‌والو تخار کې د اسلامي امارت یو سرتېری په ډزو وژلی

تخار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت یو تن سرتېری ګلبدین چې په صداقت مشهور و، د دغه ولایت د مرکز تالقانو ښار په زرګري سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

هرات کې د تېرې شپې د چاودنې قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د هرات جبریل ښارګوټي کې په خاتم‌الانبیا جامع جومات کې د تېر ماښام د چاودنې د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره شول. د دې پېښې د قربانیانو یو‌شمېر کورنۍ وايي، نور یې هېواد کې د امنیت ټينګښت هیلې له لاسه ورکړي او هره ورځ د خونړیو پېښو او د خپلو خپلوانو له لاسه ورکولو شاهدان دي.

مدني فعالان: د هېواد په مرکزي سیمو کې د مرستو وېش ناعادلانه دی

یوشمېر مدني فعالان د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو له لوري د بشرپاله  مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او وايي چې دغه مرستې د ټولنې اړمنو او مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي. نوموړی د بشرپالو مرستو د وېشلو بهیر له ناانډول او له قومي چلن څخه ډک بولي.

هند او پاکستان افغانستان ته د مرسته شویو غنمو پر لېږد هوکړه کړې

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلی چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند مرسته شوي غنم ولېږدوي. په رپوټ کې راغلي چې تمه ده د زرګونو باروړنکو موټرو دغه جوپه د روان میلادي کال د فبرورۍ په لومړیو کې افغانستان ته ولېږدول شي.