د هرات جبریل ښارګوټي کې په خاتم‌الانبیا جامع جومات کې د تېر ماښام د چاودنې د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره شول. د دې پېښې د قربانیانو یو‌شمېر کورنۍ وايي، نور یې هېواد کې د امنیت ټينګښت هیلې له لاسه ورکړي او هره ورځ د خونړیو پېښو او د خپلو خپلوانو له لاسه ورکولو شاهدان دي.

علي‌بخش چې د تېر ماښام په چاودنه کې یې د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي، وایي چې په دې پېښه کې خاله او د خاله زوی یې وژل شوي چې دوه کسان یې د خپلو کورنیو یوازیني ډوډۍ راورونکي وو.

علي بخش زیاتوي: «درې کسان یې زما خپلوان دي، دوه یې ښځې دي. یو یې ښوونکې وه چې ۲۵کاله عمر یې و، بل یې هلک و چې  زده‌کوونکی و او مور یې ډاکټر ته بېولې وه. هلک او نجلۍ د خپلې کورنۍ ډوډۍ راوړونکي وو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امیر‌محمد چې پر موټر یې چاودنه شوې اوس هم په خراب وضعیت کې دی. هغه چې د هرات حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی په سختۍ سره خبرې کوي.

نوموړی خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي، «موږ مسافرین د ملک له دروازې څخه پورته کړل، د جبریل په لاره راغلو، په نیمایي لاره کې مسافرین ښکته کېدل، کله چې موږ ورسېدو په اته مټری کې یو ځل چاودنه وشوه، نور پوه نه شوو چې څه وشول، دنیا او کاینات مې په سر کې تیاره شول، یو وخت پوه شوم چې یو چا زما لاس ونیوه او زه پاڅیدم، ومې لیدل چې دنیا او کائنات د ماشین او انسان جامې دي. زه نور نه پوهېږم چې ما یوځل ولیدل چې زه په روغتون کې وم.»

د دغې پېښې شاهدان هم د چاودنې له ځای څخه ترخې کیسې بیانوي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني وايي، دغه چاودنه د مقناطیسي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه د دې پېښې پر څېړنه بوخت دي.

حقاني د دغه ولایت په ځانګړې توګه د هزاره‌مېشتو سیمو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت تامینولو لپاره یې هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تېر ماښام په چاودنه کې د ۴ ښځو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او د پنځو ښځو په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي. د هرات د روغتیايي چارواکو په وینا، د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک وو او د درملنې په موخه ایران ته لېږدول شوي دي.

دې چاودنې د ځاني تلفاتو ترڅنګ سیمه کې د اوسېدو کورونو او دوکانونو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې، دا په هرات کې د افغانستان د اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته لومړۍ چاودنه ده. تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. تر دې مخکې داعش په نوم  ډلې په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د ډېرو چاودنو او ورته پېښو مسوولیت منلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام