د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د لا ښې همغږۍ او مدیریت لپاره یې د دغه ولایت د چشت ولسوالي په مرکز کې مېشت ځواکونه یې دویم ځای ته لېږدولي دي. هغه سلما بند ته پېښ ګواښونه نه مني او په وینا یې، دا د دولت د مخالفانو شایعات دي.

نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې یاد بند خوندي دی او لازم ساتونکي لري، خو په خبره یې، که په دې برخه کې نورو سرتېرو ته اړتیا شوه، ور وبه یې لېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د سلما بند د ساتنې پر یوه مرکز برید وکړ او د ۱۶ سرتېرو په وژلو یې یاد مرکز په خپل واک کې واخیست. دغه راز، طالبانو بېګاه د هرات چشت ولسوالي هم ونیوله.



په همدې حال کې د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله‌ محمد همدرد سلام‌وطندار ته وویل چې یاد بند له ډېرو ګواښونو سره مخ دی. د همدرد په وینا، له یوې میاشتې راهیسې یې څو ځله د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو په ګډون، له حکومتي چارواکو مرسته غوښتې، خو په وینا یې، تر اوسه ورته هېڅ پام نه دی شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د ولایتي شورا غړی غلام‌ حبیب هاشمي هم سلما بند ته پېښ ګواښونه د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د چشت ولسوالي په له لاسه وتلو سره دا ګواښونه ډېر شوي دي. هاشمي ټینګار کوي چې حکومت باید یاد ګواښونه جدي وګڼي او اجازه ور نه کړي چې طالبان سلما بند ته زیان واړوي.

بله‌خوا هراتیان هم د یادو ګواښونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که سلما بند له هر ګواښ سره مخ شو، مسوول به یې دولت وي. د دوی په وینا، دولت باید د دغه ملي بنسټ د ساتنې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام