Asset 1SWN

د سلما بند د ساتنې پر مرکز د طالبانو برید؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي

4773004-p9ntmfo8yyfie6h7w8qd22eo3eiy3q5tmnyvm883ho

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد وايي، طالب وسله‌والو نن سهار د یاد بند د ساتنې پر مرکز چې د هرات د چشت ولسوالي په لوېدیځ کې پروت دی، برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د سلما بند ۱۶ امنیتي ساتونکي وژل شوي او مرکز یې هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی. همدرد زیاتوي، تر اوسه د سلما بند شاوخوا ته له ۳۰۰ تر ۴۰۰ طالبان راټول شوي او غواړي یاد بند او چشت ولسوالي ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان وايي چې څو څو ځله یې ل ۲۰۷ ظفر قول‌اردو څخه غوښتي چې د بند د ساتنې لپاره نور ځواکونه ور ولېږي، خو په وینا یې، هېڅ پام او مرسته ورسره نه ده شوې.

ومو غوښتل چې په دې اړه د هرات د محلي مسوولانو او د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام