د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره هم‌مهاله د رسنیزو فعالیتونو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، روانې جګړې د رسنیو پر فعالیتونو سیوری غوړولی دی.

هغه چې نن د سولې پروسه کې د ښځو، ځوانانو او رسنیو په اړه جوړه شوې مشورتي غونډه کې خبرې کولې وویل، په هېواد کې د نښتو او طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدو له کبله ۵۱ رسنۍ تړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نه یوازې د روانې جګړې له کبله د رسنیو شمېر کم شوی، بلکې یوشمېر نورې رسنۍ اړ شوي چې خپلې نشراتي پالیسۍ بدلې کړي.

خلوتګر زیاتوي چې په هېواد کې روان جګړه‌ييز وضعیت لس میلیونه افغانان اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم کړي او د یاد شمېر رسنیو په تړل کېدو سره زر کسان وزګاره شوي دي.



په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ډګر په تودېدو سره د ملکیانو او نظامیانو د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه شوې او د طالبانو بریدونو ګڼ‌شمېر هېوادوال بې‌ځایه کړي دي.

که څه هم تمه کېده چې نړیواله ټولنه به د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړي او دا ډله به د تاوتریخوالي کموالي ته اړ باسي، خو د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دې برخه کې چوپتیا غوره کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د طالبانو د کړنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو چوپتیا د خلکو نیوکې راپورته کړې دي. په سوله کې د ښځو، ځوانانو او رسنیو د رول په اړه د جوړې شوې مشورتي غونډې مسووله ماري اکرمي وايي، د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو چوپتیا د یادو ادارو فعالیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او که اوسنۍ چوپتیا یې دوام ومومي، خلک به نور پرې باور ونه کړي.

د دې غونډې ګډونوال د قطر په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو پر نه پرمختګ هم نیوکه کوي او وايي، دواړه لوري باید په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي کموالي لپاره د خبرواترو له لارې خپل اختلافات حل او ژرترژره اوربند ته چې د افغانانو ورته سخته اړتیا ده، غاړه کېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام